د عربي-اسلامي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزه د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په دوحه کې ترسره شوه او پکې د یوې ګډې اعلامیې په خپرېدو پر قطر د اسرائیل برید سخت وغندل شو.
د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني د یادې سرمشریزې مشري وکړه، د عرب لیګ او د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو یا حکومتي استازو پکې ګډون وکړ او پر قطر د اسرائیل پر برید یې بحثونه وکړل.
په یاده ګډه اعلامیه کې راغلي، دغه هېوادونه به له قطر سره اوږه په اوږه د اسرائیل له تیري پروړاندې مقابله وکړي.
دوی پر قطر د اسرائیل دغه برید پر ټولو عربي او اسلامي هېوادونو برید بللی او د قطر له ټولو ځوابي ګامونو یې ملاتړ ښودلی دی.
































