د فلسطين خبري اژانس د سپتمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ د غزې په بېلابېلو ځايونوکې د اسرائيلي ځواکونو په بریدونو کې ۴۵ عام خلک وژل شوي چې ۳۲ یوازې په غزه ښار کې دي.
اسرائيلي ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په همدې ورځ يې د غزې ښار پر درېيو لوړو ودانيو هوايي بريدونه کړي او له دې هوايي بريدونو مخکې يې خبرداری ورکړی و.
اسرائيل ټايمز ورځپاڼې د سپتبمر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د اسرائيلي ځواکونو د اټکل له مخې، تر اوسه پورې څه باندې ۳۰۰ زره فلسطينيان له غزې ښار څخه وتلي دي.
یو شمېر نورو اسرائيلي رسنیو د سپتمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارکو انټونيو روبيو په همدې ورځ له اسرائيل څخه لیدنه کړې. روبيو له رسنيو سره هېڅ خبرې نه دي کړې.
































