د کوريا جمهوريت یونهاپ خبري اژانس د سپتمبر په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد خارجه وزارت له قوله خبر ورکړ، د دغه هېواد حکومت امريکا ته د خپلو اتباعو له توقیف کېدو راهیسې تاسف څرګند کړی او له دغه هېواده يې غوښتنه کړې چې د کوريا جمهوريت د خلکو قانوني حقونه بايد خوندي وساتل شي.
د کوريا جمهوريت د خارجه وزارت يو چارواکي په دې اړه ويلي، وزارت به يې د توقیف شويو کسو له اړوند شرکت سره يو ځای د دې پلټنه وکړي چې ایا د توقيف شویو کسانو بشري حقونه او یا نور حقونه نقض شوي او کنه.
د امريکا قانون اجراکوونکو د سپتمبر په ۴مه نېټه په جورجیا ايالت کې د بېټریو پر شرکت او پیمانکار چاپه وهلې چې د کوريا جمهوريت د هوندای موټر شرکت او د LG نوې انرژۍ شرکت سره یې همکاریزې اړیکې لري او په نتیجه کې ۴۷۵ کسان نيول شوي چې قانوني حیثيتونه نه لري. له دې جملې څخه څه باندې ۳۰۰ تنه د کوريا جمهوريت اتباع دي چې د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په يوې ځانګړې الوتکې سره بېرته کوريا جمهوريت ته تللي دي.
































