د فلسطین د بهرنیو او کډوالو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې په غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات ویجاړونکې پایلې لري. سرچینې ویلي چې اوس په ټوله غزه کې هېڅ خوندي ځای نشته او اسرائیل فلسطینیان له لوږې سره مخ کړي او د ژوند هر ډول لومړني شرایط يې ورته خراب کړي او له دې لارې يې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ باسي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا تصویب شوې د نیویارک اعلامیه د جګړې د بندولو او ډیپلوماتیکو هڅو د زیاتېدو لپاره ریښتینی او ارزښتناک فرصت برابروي. اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې سمدستي اقدام وکړي او د نیویارک له اعلاميې څخه په استفادې سره د تاوتریخوالي زیاتوالی ودروي، په غزه کې بشري ناورین پای ته ورسوي او هراړخیزې او دایمي سولې ته وده ورکړي.
































