په وروستيو اسرائيل د قطر پر پلازمېنې دوحې بريد وکړ چې په نړيواله کچه يې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. روښانه حقیقت دا دی چې اسرائیل د قطر پر ملي حاکمیت دغه تېری د مریکا په اجازه ترسره کړی او دا کار دا ثابتوي چې امریکا له خپلو ملګرو هېوادونو څخه د پوځي وسلې په توګه کار اخيستی دی. په قطر کې د امريکا پرمخ تللي دفاغي سيستم خپل رول نه دی لوبولی او د دې هېواد پر وړاندې يې د واشينګټن د امنيتي ژمنې دروغ ثابتې کړې دي.
دغه بريد په دوحه کې د حماس پر هغو مشرانو شوی چې هغوی هلته د امریکا له خوا د مطرح شوي اوربند وړاندیز په اړه د مشورو لپاره راغونډ شوي وو.
د اسرائیلو په دې اقدام سره نړیوالو یو ځل بیا پر ایران د تل ابیب هوايي بریدونو ته پام اړوولی ځکه چې هغه بريد هم په عمان کې د امريکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو له پيلېدو نه مخکې وشو. مذاکرت معمولا د ترینګتیاوو د کمېدو لپاره یو سګنال وي، خو اسرائیل مذاکراتو ته د خپلو سيالانو د وژلو لپاره د یوه فرصت په سترګه ګوري. د انسان فطري خاصیت دا دی چې له دښمن سره د مذاکراتو په موده کې د جګړې خیال له ذهن څخه وباسي.
نړیوال ګومان کوي چې امريکا پر قطر د اسرائيلو په بريد کې ور سره ستراتیژيکې همکارۍ کړې. د دې بريد له کبله واشينګټن پر ځان د نړۍ باور له لاسه ور کړی او ثابته يې کړه چې پر امریکا باور خطر لري.
پر قطر د اسرائیلو له بريد وروسته واشينګټن له يوې خوا اعلان کړی چې دغه برید د امريکا او اسرائيل له ګټو سره سمون نه لري او له بلې خوا يې منلې چې له برید نه مخکې قطر ته خبر ورکړی و. خو قطر د امریکا دا ادعا رد کړې ده. د امريکا دغه څرګندونې په دې بريد کې له اسرائيلو سره د دغه هېواد د همکارۍ د حقيقت ښکارندويي کوي. د امریکا دا ادعا چې ګواکي قطر ته يې له برید مخکې خبر ورکړی و، دا د خپل ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره یوه سیاسي هڅه ده.
امريکا واشينګټن پوست ورځپاڼې ليکلي، قطر چې په غزه کې د اوربند رامنځته کولو لپاره د مذاکراتو یو ډیپلوماټيک مرکز ګڼل کېږي او ډېر شمېر امریکايي عسکر هم پکې مېشت دي، پر دغه هېواد د اسرائيلو برید د امریکا له همغږۍ پرته ممکن نه و. ځينو پوځي شنونکو دې ته اشاره کړې چې له اسرائيل څخه تر قطر پورې مستقيم هوايي واټن له ۱۶۰۰ کيلو مترو څخه زيات دی. د اسرائيل جنګي الوتکې قطر ته تر رسېدو مخکې تيلو ته اړتيا لري، نو په دې جريان کې يوازې امريکايي هوایي اډه دغه خدمت برابرولی شي، نو ځکه د دوی په اند امريکا پر قطر د دې برید نه مخکې په دې اړه معلومات درلودل او ښايي له اسرائيل څخه يې لوژستيکي ملاتړ هم کړی وي.
د پام وړ خبره دا ده چې د اسرائيل د هوايي بريد پر وړاندې د قطر پرمختللي دفاعي سيستم خپل اغيزمنتوب له لاسه ورکړی دی چې دا هم د حيرانتیا وړ خبره ده. په وروستيو کلونو کې قطر د خپل دفاعي سيستم د جوړولو لپاره سلګونه ميلیارډه ډالره پانګه کړې چې دغه سیستم په عمده توګه له امريکايي وسلو څخه جوړ شوی او په منځني ختيځ کې تر ټولو پرمختللی دفاعي سيستم ګڼل کيږي. د روان کال په جون مياشت کې ايران پر خپلو اټومي تأسيساتو د امريکا د هوايي بريدونو په مقابل کې هم په قطر کې د امريکا پر پوځي اډې متقابل بريد وکړ. قطر وويل چې د ايران له خوا د توغول شويو دوولسو توغنديو څخه يې يوولس شنډ کړل. خو ولې د اسرائيل د بريد پر وړاندې دغه دفاعي سيستم غیر فعال و؟ قطر ويلي چې اسرائيل په دې بريد کې هغه وسلې کارولې چې د دوی رادار يې نه شي کشف کولی. شنونکو هم منلې چې په قطر کې لګول شوی امریکايي دفاع هوا سیستم د دغه برید په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
د روان کال په مې میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر بيا رسېدو وروسته له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر څخه په ليدنو کې له دغو هېوادونو سره د څو زرو ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې او پوځي وسلو د پلور تړونونه لاسليک کړل، خو هغه وخت ټرمپ اسرائيل ته سفر ونه کړ. نو د عامه افکارو په اند ټرمپ ښايي د ماموريت په خپله دويمه موده کې د منځني ختيځ تګلاره بدله کړي او د اسرائيلو ګټو ته د لومړيتوب پر ځای به د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکړي. خو له دې سفر يوه میاشت وروسته اسرائيل پر ايران پوځي برید وکړ. امريکا نه یوازې پر ایران د اسرائيلو د برید مخه ونه نیوله، بلکې خپله يې پکې برخه واخیستله. څو ورځې دمخه اسرائيل هم پر قطر هوايي بريد وکړ چې په دې دوو بريدونو سره يې د سيمې هېوادونو سرې کرښې ماتې کړې او تېری يې ورباندې وکړ.
په منځني ختيځ کې د امنیت په تامین کې د امريکا دروغ ژمنې د سيمې هېوادونو ته سوله او ثبات نشي راوستلی. شواهد دا ثابتوي چې د منځني ختیځ هېوادونه یوازې په هغه صورت کې په خپله سیمه کې امنیت تامینولای شي چې پر بهرنیو ځواکونو تکیه ونه کړي او بندې او د مساواتو پر اساس ولاړې مشورو او خپلواک امنیتي چوکاټ جوړ کړي.
































