د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ارمانیا او ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي او ملکي وګړي دې وژغوري. د غرونو ترمنځ پرته د ناګورنو قرباغ په سیمه کې د نږدې یوې میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتوګوس وویل، امریکا پر دې هم ټینګار کوي چې دواړه غاړې دې مذاکرات پیل کړي. خو د ارمانیا لومړي وزیر نېکول پشینین ویلي، دی د جګړې په دې پړاو کې د ډیپلوماتیک حل هېڅ ډول امکان نه ویني. په همدې حال کې د ازربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلي، د ارمانیا ځواکونه باید له ناګورنو قرباغ سیمې څخه ووځي تر څو جګړه ختمه شي.
































