د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ د سپتمبر د ۱۷ مې نېټې په سهار د ګوانګ شي په نان نینګ ښار کې د چين او اسيان د ٢٢ م نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
هان جنګ په خپله وینا کې څلور وړاندیزونه وړاندې کړل.
ده ویلي: لومړی، د کمربند او لارې د لوړ کیفیت جوړولو ته وده ورکړو او په ګډه د پرمختګ، امنیت، تمدن اومديريت نړیوال نوښتونه پلي کړو، دوهم دا چې د سیمه يیزې پرانیستې همکارۍ سرعت ګړندی کړو، درېیم، په نړۍ کې د صنعتي او اکمالاتي سلسلې ثبات وساتو او څلورم، د تمدنونو تبادلې پياوړې کړو.
































