د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د سپتمبر په ۱۶مه نېټه ويلي، چې د چين لخوا د وړاندې شويو نړیوالو وړاندیزونو مجموعه د ملګرو ملتونو له منشور سره پوره مطابقت لري.
نوموړي په همدې ورځ يوې مطبوعاتي ناستې ته ويلي، چې د چين د وړانديزونو مجموعه کې څواړخيزتوب ته پوره درناوی شوی، د څواړخيز سازمان په توګه د ملګرو ملتونو له مرکزي رول څخه پوره ملاتړ کوي، د نړيوالو همکاريو او د شخړو د سوله ييز حل لپاره ټينګه هڅه کوي.
































