د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د ملکي او نظامي مسوولینو او د ولایتونو د تفتیش امرینو په ګډون اصلاحي او توصیهوي غونډه کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مسوولینو هڅې ستایلې دي. د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د خلکو، امارتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو د امنیت خونديتوب لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي. حقاني د خپلو مسوولینو او منسوبینو د اساسي دندو ترڅنګ زیاته کړه، چې کابل د مرکزیت او د نفوس د ډېروالي له امله د امنیت او خدماتو په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر زیار او هڅې غواړي. نوموړي زیاته کړه، چې د خلکو مثبتو لید لورو له مخې څرګندیږي، چې خلک د امنیت خونديتوب، د جنايي پېښو مخنیوي او د امنیتي ځواکونو له کړنو خوښ دي.
































