د بښنې نړیوال سازمان وايي له بین الافغاني خبرو سره هممهاله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کوي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي. د سرچینې په خبره له مذاکراتو سره هممهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده. سرچینه وایي چې اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره خورا خونړۍ وه. ددغه نړیوال سازمان په راپور کې راځي چې کندهار، هلمند، وردګ او ځینې نور ولایتونه په تېرو څو ورځو کې د خونړیو جګړو او چاودنو شاهدان وو چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتې دي. ایمنیسټي انټرنشینل وایي چې تېره میاشت د جګړو له امله ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او ۳۷۰نور ټپیان دي. دغه سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.
































