د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هیواد یې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د ۳ میلیون پونډو چې څه باندې ۴ میلیون ډالر کیږي، اضافي مرسته کوي. د نوموړي په خبره دغه مرستې به چې له ښځو او نجونو سره کیږي، پکې روغتیایي خدمات، د پاکو اوبورسولو، سرپناه او روغتیایي حیاتي بستې شامل دي. ملګروملتونو د افغانستان په ختیځ په تیره بیا کونړ کې د زیانمنو شویو وضعیت ډیرخراب بللی او د هغو د لاسنیوي لپاره یې د ۱۳۹ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
































