د چين او اسيان ۲۲م نندارتون او د دواړو خواوو د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پرانيستل شوه. چين او اسيان له تېرو څو کلونو راهيسې د سيمه ييز اقتصادي يووالي د پياوړتيا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د ګډوډ او پېچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې يې د څواړخيزم په پراختيا کې رول لوبولی دی. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن په دې وروستيو کې په نړيوالو انټرنيټ کاروونکو کې يوه سروې تر سره کړې ده. د دې سروې ۹۲ اعشاريه ۸ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې نوموړی نندارتون د لوړې کچې د ورخلاصون د پياوړتيا او د ازادې سوداګرۍ او څواړخيز سوداګريز سيسټم د ساتنې لپاره د چين او اسيان هوډ او هڅې ښودلې دي.
د ۴۵ هېوادونو نږدې ۳۲۰۰ تصدۍ د چين او اسيان په ۲۲م نندارتون کې ګډون لري او د اټکل له مخې څه باندې ۱۰ زره تصدۍ او ۲۵ زره سوداګر به له دې نندارتون څخه ليدنه وکړي. د سروې ۹۴ اعشاريه ۵ سلنه ګډونوالو ويلي، چې دغه نندارتون د چين او اسيان ترمنځ د سوداګرۍ د ژوروالي مهم پلېټفورم ګرځېدلی دی.
په روان نندارتون کې په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتيا ځانګړی نندارځی جوړ شوی او د دې برخې نږدې ۱۲۰۰ کورني او بهرني توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د سروې ۷۸٪ ګډونوالو هيله څرګنده کړې، چې د مصنوعي ځيرکتيا په شمول ډيجيټلي اقتصاد به د دې سيمې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته نوي خوځنده قوتونه ورسوي.
دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره شوې او ۶۲۶۰ انټرنيټ کاروونکو په ۲۴ ساعتونو کې په دې سروې کې برخه اخیستې ده.
































