د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جیان د سپتمبر په ۱۷ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد يې په غزه کې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له زياتېدو او پراخېدو سره مخالفت کوي او ټولې هغې کړنې غندي چې عام وګړي زيانمنوي او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي. نوموړي زياته کړه چې چين د غزې د وضعيت د خرابېدو له امله ډېرې اندېښنې لري او له ښکيلو خواوو څخه غواړي چې د جګړې اور ته لمن ونه وهي.
لين جيان وويل: موږ له اسرائيلو څخه غواړو، چې د نړيوالې ټولنې جدي غوښتنې ته باید په خلاصو سترګو وګوري، په غزه کې باید خپل پوځي عمليات سمدستي ودروي، هراړخيز او دايمي اوربند باید ژرترژره وکړي او د بشري ناورين د پراخېدو مخه باید ونیسي.
































