د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۱۷ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د يوه چين پېژندنې اصل ته پابندي د نړيوالې ټولنې اجماع ده او د امريکا تحریفونه او غلط تفسیرونه دغه اصل ته د نړیوالې ټولنې ژمنتیا نشي متزلزله کولای.
دا په داسې حال کې ده چې په تايوان کې یوې امریکايي موسسې څه موده وړاندې ويلي، چې په «قاهرې اعلاميه»، « پوتسدام اعلاميه» او نورو سندونو کې د تايوان وروستی سياسي وضعیت نه دی ټاکل شوی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه ويلي، چې يادې موسسې دقیق معلومات ورکړي دي. دغه ویاند ادعا کړې چې د چين ستره برخه د دويمې نړيوالې جګړې اړوندو سندونو تحریفول غواړي، څو خپلې غوښتنې پر تايوان تحميل کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان وويل: له چين سره د تايوان يوځای کېدل د دويمې نړيوالې جګړې د برياليتوبونو او له جګړې وروسته د رامنځته شوي نړيوال نظم مهمه برخه ده. د چين، امريکا او بريټانيا حکومتونو په ۱۹۴۳م کال کې د «قاهرې اعلاميه» خپره کړې او پکې په روښانه ډول ټاکل شوې چې د جاپان لخوا غصب شوی تايوان باید بېرته چين ته ورکړل شي. درې واړو حکومتونو بيا په ۱۹۴۵م کال کې د «پوتسدام اعلاميه» خپره کړې او پکې يې د ««قاهرې اعلاميې» د عملي کېدو پر اهميت ټينګار کړی دی. جاپان په همدې کال کې تسليمنامه لاسليک کړه او ژمنه يې وکړه چې په صادقانه توګه به د «پوتسدام اعلاميه» مراعت کړي.
لين جيان وويل: په يادو سندونو کې چې په نړۍ کې قانوني اعتبار لري، دا پکې په روښانه توګه تائيد شوې، چې د تايوان حاکميت پر چين پورې اړه لري.
































