په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د امنيت شورا په علني غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د افغانستان له حکومت سره تعامل او خبرې وساتي او متقابل اعتماد زيات کړي.
ګنګ شوانګ وویل: اوسمهال په افغانستان کې وضعیت په عمومي ډول امن دی، خو دغه هېواد بيا هم د بشر دوستۍ، پرمختګ، بشري حقونو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون یو شمېر برخو کې له ننګونو سره مخ دی. نړيواله ټولنه دې افغانستان ته په عيني، منصفانه، منطقي او عملي رويې سره وګوري، يووالی دې تقويه او اجماع دې رامنځته کړي او له دغه هېواد سره دې مرسته وکړي، څو افغانان ژر تر ژره عادي مسیر ته داخل او په نړيواله ټولنه کې مدغم شي. ده زیاته کړه: د دې لپاره د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ مثبت تعامل او دوامدار تماس ډېر اړين دی.
ګنګ شوانګ وويل، يوه هېواد په افغانستان کې د خپلو اتباعو د نیول کېدو په پلمه، په مکرر ډول د افغانستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو د سفر د بندیز د معافیت غوښتنې مخه نیولې ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ عادي اړیکې يې له ډېرو خنډونو سره مخ کړې دي. دی وايي چې چين له دغه هېواد څخه د خپلې دې کړنې د ژر بدلولو غوښتنه کوي او له امنيت شورا څخه غواړي، چې د افغانستان د حکومتي چارواکو د سفر د بندیز د معافیت اقدامات بيا غوره کړي.
ګنګ شوانګ وويل، د افغانستان پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښونه لاهم د اندېښنې وړ دي، چين له افغان حکومت څخه غواړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره زياتې هڅې وکړي، د سيمې له هېوادونو سره دې پدې برخه کې ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرو ډلو لخوا د نورو هېوادونو امنيت ته د زيان رسولو په موخه د افغانستان له ځمکو د استفادې مخه دې ونیسي. دغه راز د ترهګرۍ ضد چارو کې باید له دوه ګوني معيار او د غواروي کړنې سره قاطعانه مخالفت وکړي او نړيوالې همکارۍ دې وساتي.
ګنګ شوانګ وويل: چين له اړوندو هېوادونو څخه غواړي چې افغانستان ته باید د دغه هېواد د مرکزي بانک شتمني له شرط پرته بېرته ورکړي. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې د سيمې له هېوادونو سره اتصال او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په پرله پسې توګه تقويه کړي. دغه راز له افغانستان سره له مرستندویانو څخه غواړي چې له دغه هېواد سره دې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي او بشري مرستې دې له سياست سره ونه تړي. ځينې هېوادونه باید خپل تاريخي مسئوليتونه پر غاړه واخلي، له افغانستان سره دې مرستې بيا پيل کړي، پر دغه هېواد دې يواړخيز بنديزونه لغوه کړي او له بشري عملياتو دې اړين ملاتړ وکړي.
ګنګ شوانګ وويل، چين له افغان حکومت څخه غواړي چې په معتدل او ټولشمول ډول حکومتولي وکړي، اغېزمن تدبيرونه دې غوره کړي او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه دې تامنين کړي.
نوموړي زياته کړه، چين د افغانستان د دوست ګاونډي په توګه غواړي چې له بېلابېلو خواوو سره په ګډه د افغانستان د سولې، پرمختګ او دايمي ارامۍ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.
































