د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په یوه لیکلي پيغام کې د دغه هېواد د جي ګونګ ګوند د تاسیس د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د دغه ګوند ټولو غړو ته مبارکي وویله.
شي جین پينګ لیکلي: زه د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د جي ګونګ ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د دغه ګوند ټولو ملګرو ته صمیمانه مبارکي او صادقانه سلامونه وړاندې کوم!
ده ویلي، جي ګونګ ګوند له خپل تاسیس راهيسې تل له کمونیست ګوند سره ملګری پاتې شوی، د ملي خپلواکۍ، آزادۍ، سوکالۍ او هوساینې لپاره يې نه بدلېدونکی رول لوبولی دی.
شي جین پيګ دغه راز ویلي: زه هيله لرم چې جي ګونګ ګوند به په راتلونکي کې تل په اخلاص سره خپلې دندې ترسره کړي، چیني الاصله بهرنیان او په بهرنیو هېوادونو کې چیني محصلین او بېرته ستانه شوي چینایان سره متحد کړي، په فعاله توګه ملي يووالي ته خدمت وکړي او په ملي بيا سمسورتيا کې لا زياته ونډه واخلي.































