د چین د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه یوه خبري ناسته ترسره کړه او پکې یو خبریال پوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش څو ورځې مخکې ویلي، د چین لخوا وړاندې شوي د ګردې نړۍ په اړه یو لړ وړاندیزونه د ملګرو ملتونو منشور له اصولو سره سمون لري، د څواړخیز نظام پوره درناوی کوي او د نړیوالې همکارۍ او د کشمکشونو د سوله ییز حل هڅونه کوي. چین په دې اړه څه نظر لري؟
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دغې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: د سرمنشي ګوټرش د څرګندونې ستاینه کوو. چین به په دوامداره توګه له ملګرو ملتونو سره همکارۍ نورې ژورې کړي، د یادو څلورو وړاندیزونو تطبیق هڅونه وکړي او په ګډه د نړۍ ارامتیا او سوکاله وساتي.































