د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په دې وروستيو کې «د۲۰۲۵ کال د نړۍ نوښتي شاخص» خپور کړ چې له مخې يې، چين په لومړي ځل د نړۍ په لسو ځواکمنو نوښتي اقتصادونو کې ځای نيسي او د ۲۴ نوښتي ډلو په درلودلو سره يې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی. د برېتانيا لويترز اژانس په نظر، دا په څېړنيزو او پرمختيايي چارو کې د چيني تصديو په زياتې پانګونې پورې تړاو لري.
په اوسني نړيوال حالت کې دا خورا ستونزمنه خبره ده چې د چين نوښتي ځواک پر له پسې پياوړی کېږي. د پوهنې تمليکي حق د نړيوال سازمان په ياد راپور کې راغلي، په ټوله نړۍ کې د نوښتي پانګونې زياتوالی اوس د ورو کېدو په حال کې دی. په ۲۰۲۴ کال کې د څېړنيز او پرمختيايي لګښت د زياتوالي انډول د ۲۰۲۳ کال له ۴.۴ نه ۲.۹ سلنې ته کم شوی. د اټکل له مخې د ۲۰۲۵ کال په دې انډول کې به لا ټيټوالی راشي او ۲.۳ سلنې ته به کښته شي. د دې تر څنګ د پيسو د لوړې کچې پړسوب په اثر، په څېړنيزو او پرمختيايي چارو کې د تصديو واقعي لګښت د تېرو لسو کلونو له منځنۍ سويې ډېر ټيټ شوی دی. د امريکا او چين د همکارۍ صندوق اجرائيه رئيس جان ميلر وايټ سي ايم جي ته ويلي، د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په صورت کې چين تر اوسه خپل باکيفيته پرمختګ او ثابت کورنی حالت ساتي او علمي او تخنيکي نوښتونه يې هم پر له پسې زياتېږي.
له تېرو څو کلونو راهيسې، د چين ”تيانګون“ فضايي سټېشن په خپل عادي کار پيل کړی، په نړۍ کې د څلورم نسل لومړی ذروي برېښناکوټ په دغه هېواد کې ګټه اخيستنه شروع کړې. دغه راز د چين قوانتوم کمپيوټينګ او د مصنوعي ځيرکتيا د لويې پيمانې موډل هم خورا ستر پرمختګ موندلی دی. د دې تر شا لاملونه يې څه دي؟ د چين ژنمين پوهنتون د اقتصادي پوهنځي پروفيسور وانګ شياو سونګ دا نظر لري، چين له تېرو کلونو راهيسې د نوښتي ځواک په اتکا ملي پرمختيايي ستراتيژي پلې کړې، هراړخيز اصلاحات يې لا پسې ژور کړي، د اقتصاد، علم او تخنيک او بااستعدادو کسانو روزلو په شمول برخو کې يې زياتې هڅې کړې او علمي او تخنيکي نوښتونو ته يې سيستماتيکي ضمانت برابر کړی دی. په ۲۰۲۴ کال کې د ټول چين څېړنيز لګښت د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۸ سلنه زيات شوی چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له منځنۍ کچې لوړ ښکاري او د څېړنيزو کارکوونکو عمومي شمېر يې د نړۍ لومړی ځای نيولی دی.
تصدۍ د نوښتي ځواک په پياوړتيا کې کليدي رول لري. اوس د چيني تصديو په لاس کې د اختراعاتو ټول ۳.۷۲۷ ميليونه مالکيت حقونه دي چې د چين د ټولو اختراعاتو په سلو کې ۷۴.۴ برخه نيسي. له دې څخه د تصديو نوښتي توان ښکاري. د CATLپه نوم د چين د بېتري جوړولو شرکت سي ايم جي ته خبر ورکړ، تر ۲۰۲۴ کال پورې دا شرکت هره ورځ په اوسط ډول ۱۶.۸ اختراعات پيدا کوي.
اوس چين د نوي پړاو علمي او تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحاتو تر ټولو ښه ډګر ګرځي او له بې شمېره بهرنيو تصديو سره نوښتي فرصتونه شريکوي. د امريکا Avanci شرکت عمومي مېنيجر سي ايم جي ته ويلي، شرکت يې د چين له څو تخنيکي تصديو سره همکاري لري او هيله من دی چې په خپلو هڅو سره لا زياتې نړيوالۍ تصدۍ د چين له اختراعاتو او نوښتي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي.
































