د چين د دولتي مالياتو ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د دې هېواد د مالياتو عايدات زياتوالی ښيي، داسې چې د جولای او اګست عايدات د پام وړ زيات شوي او په تولیدي صنعت کې د مالياتو عايدات په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دي.
د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين د تولیدي صنعت د مالياتو عایدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي، چې د ټولو مالياتو له ۳۰ سلنو څخه يې اوښتی. په تېره بيا ځينې د لوړې کچې د توليدي صنعت ماليات په چټک ډول زیات شوي دي.
































