د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۱۹مه نېټه يو سپين کتاب خپور کړ چې سرليک يې دی، “په نوې زمانه کې د شينجيانګ د مديريت بريالۍ پايلې”.
په دې سپين کتاب کې پر دې ټينګار شوی چې د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د کمونېست ګوند مرکزي کميټې په نوې زمانه کې د شينجيانګ د مديريت ستراتيژي جوړه کړې، د تضادونو او خطرونو په تېرېدو یې د شينجيانګ بېلا بېلو چارو ته لارښوونه کړې او په دې برخه کې يې تاريخي لاسته راوړنې رامنځته کړې دي.
په دغه سپين کتاب کې دا هم ويل شوي چې سږ کال د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو ۷۰مه کليزه ده. د شينجيانګ انکشافي لاره به د ګوند د مديريت د ستراتيژۍ په رڼا کې خامخا پراخه شي.
































