د غزني په مرکز کې د سلطان محمود غزنوي په نوم د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون د کډوالو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ پرانیستل شو. دغه نندارتون د داخلي تولیداتو معرفي کولو، د تولیدوونکو هڅونه او د بازارموندنې زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی. په نندارتون کې له ۴۰ زیاتې غرفې پرانیستل شوې دي، چې پکې د غزني او شاوخوا سیمو سوداګرو، لاسي صنایعو جوړونکو، متشبثینو او ځوانانو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي. د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، دا ډول نندارتونونه د محلي تولیدوونکو او کوچنیو کاروبارونو لپاره د معرفۍ یو مهم فرصت ګڼل کېږي، او هڅه دا ده چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
































