د ترکیې پولیسو پرون د اماسیا په ښار کې ۱۷ افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ شوي وو نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي و او بېرته به افغانستان ته واستول شي. د اماسیا پولیسو ویلي، چې نیول شوي افغان کډوال د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او دمګړۍ د بهرنیو وګړو د اخراج په مرکزونو کې ساتل کیږي. پولیسو د افغان کډوالو د انتقال لارۍ چلوونکی هم د ناقانونه کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی او د هغه قضیه یې محکمې ته وړاندې کړې ده.
































