په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هیواد یې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو کورنیو سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنيو مرستو اعلان کړی دی. د یاد سفارت د مالوماتو له مخې دغه مرستې به د خوړو نړۍوال پروګرام او سره صلیب نړۍوال فډارسیون له لارې تر سره شي. د جاپان سفارت دا بېړنۍ لومړنۍ مرستې ګڼلي او ټينګار یې کړی، چې دغه هېواد به د افغانانو سره خپلو مرستو ته ودام ورکړي.
































