په لېبیا کې تر اوږدې کورنۍ جګړې وروسته ښکېلو لورو پر دایمي اوربند توافق کړی دی. د راپورونو له مخې په لیبیا کې د حکومت پنځه لوړپوړو چارواکو د لیبیا د پوځ له پنځو استازو سره د اوربند توافق لاسلیک کړی دی. په لیبیا کې له لسو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه وه. یوه ډله د حکومت خو بله ډله بیا له پخوانیو نظامیانو جوړه ده چې ملک حفتر یې مشري کوي. ملک حفتر د لیبیا پخوانی نظامي چارواکی و چې له کلونو راهیسې د حکومت پر ضد جګړه کوي او اوس یې له لس کلنې جګړې وروسته اوربند ته تیاری ښودلی دی. دواړو لورو د ملګرو ملتونو د استازو په حضور کې د دایمي اوربند توافق لاسلیک کړی دی او په دې موده کې به ددواړو لورو ترمنځ مذاکرات ادامه کوي.
































