په غزني کې د یوه ماین د چاودنې له امله نهه ملکیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د غزني ښار په مربوطاتو کې د روضې په سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده. په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسه وژل شوي دي. د غزني ځايي چارواکي وایي چې وسله وال طالبان ددغه پېښې مسوول دي. طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې دې مسئلې جدي اندېښنې پارولې دي.
































