د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د میدان وردګو ولایت اړوند سیمو کې امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي دي. د یادې لارې مسافرو له تېرو څو ورځو راهیسي پر دغه لار د طالبانو له موجودیته شکایت کړی او ویلي یې دي، افغان پوځیانو چې د دغې لارې امنیت مسوولیت یې پر غاړه لاره خپلې پوستې یې پرېښې دي او اوس یې پر ځای وسله وال طالبان سړک ته راوځي او دولتي مامورین یا وژني او یا یې له ځان سره بیایي. د ۲۰۳ تندر قول اردو په همدې تړاو ویلي چې په دغې لارې ځینې وړې پوستې له دې امله خوشې شوې چې په ځای به يې لویې اډې جوړې او دوامداره ګزمې به بېرته پیل شي. طالبانو بیا ویلي چې عام خلک پر دغه لار ډاډه تګ راتګ کولی شي خو دولتي مامورینو ته اجازه نه ورکوي.
































