د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد به یې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اف-۳۵ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي. نوموړي په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تمه لري د واشنګټن له سفر وروسته به جنګي الوتکې ترلاسه کړي، وویل: «اوس یو ځل بیا پر دې موضوع خبرې کوو. موږ تمه لرو چې متحده ایالات هم هغه څه ترسره کړي چې اړین دي، هغه که د اف-۳۵ په اړه وي او که د اف-۱۶ او یا هم د الوتکو په تولید او ساتنه پورې تړاو ولري.»
































