وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د ترکیې له لوري د ایس_۴۰۰ سیسټم پر فعالولو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا کار به بدې پایلې ولري د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، دوی په دې برخه کې د امریکا اجازې ته اړتیا نه لري او د دغه سیسټم فعالولو چارې ته به دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، یونان هم له روسیې پېرل شوی ایس-۴۰۰ سیسټم لري خو امریکا کله هم یونان ته په دې اړه څه نه دي ویلي نو دوی هم، نه له امریکا څخه د دې کار اجازه غوښتې او نه ورته د هغوی دریځ مهم دی.
































