د پاکستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د اسیا جام سیالیو پایلوبه د روانې تلې میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي. د پاکستان لوبډلې تیره شپه بنګله دیش ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه. د هند او پاکستان لوبډلو په سږني اسیا جام کې دوه ځله لوبه کړې چې دواړه ځله لوبه هند ګټلې او لوبغاړو د لوبې پای کې د معمول خلاف یو بل سره لاسونه هم نه دي ورکړي. د یادولو وړ ده چې د هند او سریلانکا لوبډلو ترمنځ نن د دغه جام د څلورو غوره لوبډلو وروستۍ سیالۍ ترسره کیږي چې ماښام ۷ بجې پیلیږي.
































