په کابل کې د نا امنیو، جنايي پېښو، هدفي وژنو او خونړیو بریدونو په دوام تېر ماښام خونړی ځانمرګی برید شوی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر سلو پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي مصالحې عالي شورا او ګڼو نورو ارګانونو دغه برید غندلی او هغه یې وحشتناک عمل بللی دی. پېښه پر یوه روزنیز مرکز شوې چې تنکي ځوانان او ماشومان پکې د ښوونځي مضامین لولي او شاوخوا یې هم دولتي ودانۍ نشته. کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې بریدګر هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی، نو ځکه یې تلفات کم وو.
په وروستیو اونیو کې کابل ښار د وېرې او وحشت په ډګر بدل شوی دی. هره ورځ جنایي پېښې هغه څه دي چې کابل ښاریان یې ناارامه کړي دي. اوس تازه یو ځل بیا د ځانمرګو او درنو چاودنو راپورونه خپرېږي. په کابل کې په هرو دوو ورځو کې ارو مرو د چسپکي ماین چاودنه وي او یا هم وسله والو هدفي برید کړی وي. د همدې بریدونو او وحشتناکو کړنو په دوام تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په ۱۳مه امنیتي حوزه کې هم خونړی برید شوی دی. د معلوماتو له مخې، برید د کوثر دانش په نامه پر یوه روزنیر کورس شوی چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین مسیر ورځپاڼې ته په غږیز پیغام کې وویل چې بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې د روزنیز مرکز د ساتونکو له لوري پېژندل شوی و. د ده په خبره، ساتونکو پر بریدګر ډزونه کړي او هغه هم له ځان سره راوړو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا په سیمه کې عیني شاهدان او ځينې رسنۍ بیا د تلفاتو شمېره تر دې لوړه ښيي. طارق آرین وروستی برید د ترهګرو ستر او بل جنایت بولي. هغه نه دي ویلي چې د پېښې مسوول څوک دي، خو په وینا یې، دا د ترهګرو او افغانانو د دښمنانو کار دی. دده په خبره: ((ترهګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی پر هېچا رحم نه کوي. له بده مرغه په وروستي برید کې یې هم ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي)).
له دې سره جوخت ګڼو حکومتي او نړیوالو ادارو په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او هغه یې وحشیانه بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رییس دغه برید د انساني اصولو او صفات خلاف بللی او په خبره یې، د ملکیانو وژل په اسلام کې له ټولو اصلولو سره په ټکر کې عمل دی. ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د برید مسوولین پر خدای ناباوره خلک بللي دي. د ده په وینا: ((دا حمله په ټوله مانا بشر ضد کړنه ده. بد صفته او وحشي ترهګرو دغه برید په کلکو ټکو غندم. ډارنو او پر خدای ناباوره ترهګرو پر روزنیز مرکز په برید کې زموږ بې ګناه او معصوم زده کوونکي ووژل. دوی وښوده چې هېڅ ډول اصولو ته درناوی نه لري)).
تر دې دمه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هدفي او نورو وړو او لویو بریدونو د ترسره کولو لپاره په څو ولایتونو کې یوه سل کسیزه ډله ګومارلې چې تر ۱۷ پورې غړي یې نیول شوي دي. طالبانو د ډلې لیږلو په اړه څه نه وایي خو وایي دغه کسان ملکي وګړو ته زیان نه رسوي.
































