د پولنډ رسنیو د سپتمبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، يو اوکرايني سړی چې د ”نورټ سټریم“ طبیعي ګازو د پایپ لین په چاودنه کې د لاس لرلو شک ورباندې کېږي، په همدې ورځ په دغه هېواد کې نیول شوی دی.
د پولنډ رسنۍ د الماني سرچینو له قوله ویلي، نیول شوی شکمن سړی چې د آبازۍ مربي دی، د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې له جرمني څخه د یوې بېړۍ له لارې د بالټیک سمندرګي ته تللی، ځان يې په اوبو کې ډوب کړی او د طبیعي ګازو په پایپ کې يې چاودېدونکي توکی ځای پرځای کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲۶مه نېټه ډانمارک او سویډن ته نږدې سمندري برخو کې د ”نورټ سټریم-۱“ او ”نورټ سټریم-۲“په نوم د روسیې، جرمني او نورو اروپايي هېوادونو سره وصلوونکو د طبيعي ګازو پر پایپلينونو سخته چاودنه وشوه چې ګاز بهیدنه رامنځته شوه. د پلټنې نتیجه ښيي چې له ۴ پایپلینونو څخه ۳ یې په عمدي بريد ويجاړ شوي دي.
































