د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا ماښام د شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي. د افغان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې له ۳ شل اوریزو لوبو وروسته به دیادو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پیل شي. د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي، چې له بنګهدېش سره ترسرهکېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. هغه ویلي، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونهکړې؛ خو هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې ښه وځلېږي. دغه سیالۍ به سبا په متحده عربي اماراتو کې پیل او د روانې اکټوبر میاشتې تر ۱۴مې نیټې به دوام وکړي.
































