د پاکستان پوځ د سپتمبر په ۳۰مه نېټه اعلان کړی چې د دې هېواد د ځکمني پوځ توغنديو جوړولو څانګې په همدې ورځ په بریالۍ توګه د فاتح-۴ نمبر کروز توغندی ازمویلی دی.
د دې هېواد د سمندري، ځکمني او هوايي ځواکونو نشراتي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، یاد توغندي سیستم په لوړ دقت سره د ۷۵۰ کیلومترو په واټن کې برید کولای شي او له ځان سره فضايي الکترونيکي او لارښوونې تجهیزات سمبالوي. برسیره پر دې، دغه توغندی د جیوپولټیکي حالاتو له مخې د دښمانانو د توغنديو دفاع سیسټم څخه ډډه کولای شي او د حملې وړتيا لوړولای شي.
































