د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په دوامدار ډول روانه ده او یوازې د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه له دوه زرو زیات افغانان د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د خېبر پښتونخوا د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یوازې پرون ورځ د کډوالو د ثبت کارت(پي او ار) لرونکي ۱۶۰۸ افغان وګړي بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه دغه راز راغلي، چې د افغان سټیزن کارت (اې سي سي) لرونکي ۱۸۴ کسان هم په همدې ورځ خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
































