ملګري ملتونه وایي افغانستان کې دې هم ښکېلې خواووې د لیبیا په څېر دایمي اوربند وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دغه سازمان په لیبیا کې د ښکېلو لورو ترمنځ د وروستي دایمي اوربند هرکلی کوي. دده په خبره دغه اوربند د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځ ته شوی او په لیبیا کې به د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. انتونیو ګوتریش ویلي چې لیبیا دې په یمن، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو کې د لارې مشال وګرځول شي او دغه هېوادونو کې دې هم ښکېلې خواوې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا ویلي چې دوی په ټوله نړۍ کې ژر تر ژره د بشري اوربند د تامین غوښتونکي دي او ټول باید د جګړو د ختمولو لپاره لاس په کار شي. ده ویلي نړۍ د کرونا ویروس له امله له ستر ګواښ سره مخ ده نو د بشر د ژغورلو لپاره باید جګړې ودرول شي.
































