پاکستان وایي د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د ختمېدو سبب ګرځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو سره همکار دی خو یو شمېر کړۍ شته چې د سولې د بهیر مخالفت کوي. نوموړي ددغه کړیو نوم نه دی یاد کړی خو په خبره یې دا کړۍ هڅه کوي د افغانستان د سولې پروسه ناکامه شي. محمود قریشي ویلي همدا چې د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځ ته کېږي نو په افغانستان کې به هم د جګړو له کمېدو سره مرسته وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات مخ ته لاړ شي او ورسره جوخت په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.
































