ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې دې د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې لا ډېرې شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه څرګندونو کې په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی. په اعلامیه کې راځي چې ترهګرو په قصدي توګه ماشومان او د ښوونیز مرکز زده کوونکي په نښه کړي دي. سرچینه وایي چې ددغه ډول بریدونو ترسره کوونکي باید وپېژندل شي او محاکمه کړل شي. یونما دغه راز په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او وایي دلته باید د تاوتریخوالي د کمولو او جګړو د ختمولو لپاره هڅې لا ډېرې شي. دغه ادارې هیله څرګنده کړې چې د سولې روان مذاکرات وکړی شي په افغانستان کې جګړې پای ته ورسوي او د یوه دایمي سیاسي ثبات د راتګ لپاره لار هواره کړي.
































