د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي ار) ویلي، د پاکستان هغې پرېکړې چې د ځينو کمپونو وضعیت یې لغوه کړی او د افغانانو پر جبري ستنولو ټينګار لري، دې چارې جدي اندېښنې راپورته کړې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویلي چې د افغانانو د راستنولو بهیر دې منظم، پړاویز، په خپله خوښه او په ډاډمن امنیت مخکې لاړ شي. د یادې ادارې په خبره لا هم په پاکستان کې ګڼ افغانان شته چې که په جبري توګه وایستل شي ښايي له ګواښ سره مخ شي او زیاتوي، چېدوی باید د جبري ستنولو له پروګرامه معاف شي.
































