د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس له ترکمني پلاوي سره په یوه ګډه تخنیکي ناسته کې د هغو برېښنايي پروژو پر پرمختګ خبرې کړې، چې له مخې به یې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي. د برېښنا شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي، د کرکي ـ کابل ۵۰۰ کیلوولټه لاین، د بادغیس د بالا مرغاب او د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا رسونې پروژې، او د ټاپ(ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان) د برېښنا لېږد پروژې په تړاو خبرې شوې دي.
































