مېرسي کورپس موسسې راپور ورکړی، چې افغانستان د اوبو سراسري بحران په درشل کې دی او میلیونونه افغانان چې د دغه هیواد له ګاونډیو هیوادونو راستانه شوي، په هیواد کې به د اوبو سرچینو او اوبو رسونې پر سیسټمونو شدید فشار راوړي. یادې موسسې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ښايي کابل ښار تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي، په داسې حال کې چې هرات او کندهار همدا اوس هم د اوبو سرچینو له امله د پراخو انساني پایلو سره مخ دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه څه باندې ۲ میلیونه کډوال راستانه شوي او ښايي دا شمېر د کال تر پایه نږدې ۶میلیونو ته ورسېږي.
































