د فراه ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت پوهنتون کې د څېړنیز فارم د جوړولو چارې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد پوهنتون د مطبوعاتو مسوول جواد سمسور رسنیو ته ویلي، چې یاد څېړنیز فارم د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ پر ۵۰ جریبه ځمکه جوړېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې د فارم احاطوي دېوال، اداري ودانۍ، شنه خونه، ډېپو، د یوې ژورې څاه کیندل، د اوبو ذخیره او د یو شمېر نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي.
































