د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون تر څرګندونو وروسته وویل چې نوموړی ذهني ناروغ دی او باید خپله درملنه وکړي، پاریس د اردوغان څرګندونې مکرون ته سپکاوی بللې او خپل سفیر یې له دغه هېواد څخه ورغوښتی دی. د فرانسې د ولسمشرۍ ریاست دفتر ویلي چې د اردوغان څرګندونې غندي او له هغه څخه غواړي چې له دې وروسته له خپلې خولې سره پام وکړي. فرانسې زیاته کړې، اردوغان نه یوازې په خپلو څرګندونو کې ناپامي کوي بلکې سیاستونه یې هم له هره اړخه خطرناک دي او باید خپلو سیاستونو کې ژور تغیرات راولي.
































