د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ او دویمه لوبه افغان لوبډلې وګټله او په دې سره یې دا لوبلړۍ له وړاندې په خپل نوم کړه. د دې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې نن شپه افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې بیا افغان توپ اچوونکو ډېره په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې د ۱۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځول. د افغان لوبډلې لپاره راشد خان په ۸،۳ اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره چې ۲ میډن اورونه هم پکې شامل و، ۵ لوبغاړي یې وسوځول. عظمت الله عمرزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې، خو د لوبې غوره لوبغاړی بیا ابراهیم ځدراڼ شو چې په توپ وهنه کې یې ۹۵ منډې جوړې کړې وې. د یادولو وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ یا ۳مه یو ورځنۍ لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نیټه ترسره شي.
































