د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ او مل پلاوي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې د چین له لوري د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون او د کابل الشفاء روغتون د بیا رغونې، پراختیا او د عصري طبي تجهیزاتو برابرېدو په اړه خبرې شوې دي. جلالي د چین له سفیر او تخنیکي ټیم څخه د میرویس سیمهییز روغتون بیا رغونې او پراختیا برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده. بل لور ته د چین سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د میرویس سیمهییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو اړوند د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمهییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.
































