روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۴۴ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۶۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۸۳۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې تنه مړه شوي او ۱۰۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۵۱۴ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۱۲۹ ته لوړ شوی دی.
































