د امریکا په شیکاګو ایالت کې له تېرې جمعې راهیسي په بېلو وسلهوالو بریدونو کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې په وروستیو کې په دغه ایالت کې د یو بل تورپوستي تر وژل کېدو وروسته وسلهوال تاوتریخوالي زور اخیستی دی چې تازه پېښه یې تېره شپه شاوخوا یوه بجه په ایلنوې ښار کې رامنځته شوې ده. راپورونه وایي چې په همدې ایالت کې د څلورو وسله والو بریدونو له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. د یادونې ده چې په همدې ایالت کې تېره اوونۍ هم د ۱۲ وسلهوالو بریدونو پر مهال د درې کسانو د وژل کېدو او نهو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
































