په غزه کې له حما.س سره پاتې ۱۳ یرغمل کسان هم سرهصلیب ته سپارل شوي دي. ټاکل شوې سور صلیب دغه کسان په غزه کې د اسراییلو دفاعي ځواکونو او د دغه هېواد د امنیتي اژانس ځواکونو ته وسپاري. حما.س تر دې مخکې نن سهار د یرغملو لومړۍ اووه کسیزه ډله خوشې کړې وه چې اسراییلي ځواکونو وايي هغوی خپل هېواد ته رسېدلي دي. راپورونه وايي، چې دغه ۱۳ تنه له جنوبي غزې څخه خوشې شوي او نن ټولټال ٢٠ تنه اسراﺉیلي بندیان خوشې شول.
































