روسیه وایي دوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره کومه ستونزه نه لري. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي دوی دمګړی په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې د ټولې سیمې په ګټه دی. دده په وینا د امریکايي ځواکونو په حضور سره په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه ختمېږي او په دې سره روسیې ته هم کوم خطر نه شي متوجه کېدلی. ده ویلي چې امریکايي ځواکونه د روسیې په ملاتړ افغانستان ته راغلي دي او دلته د راتګ پر مهال مسکو په امنیت شورا کې د امریکا په ګټه مثبته رایه هم ورکړې وه. د پوتین په وینا امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور پر مهال له روسیې سره ځانګړی توافق درلود او د ترهګرو ډلو په اړه د دواړو لورو ترمنځ معلومات شریکېدل چې د همدې معلوماتو د شریکولو په لړ کې د څو سترو ترهګریزو بریدونو مخنیوی هم شوی دی. هغه یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو مسکو اړ دی چې د ځان او متحدینو د امنیت لپاره په دغه هېواد کې خپل نفوذ او څارنه پراخ کړي. پوتین ټینګار کړی چې دوی د خپل امنیت لپاره اقدامات کوي او په سیمه کې به ترهګرو ډلو ته د فعالیت او پرمختګ اجازه ور نه کړي.
































