شاخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده. دوی دغه راز په یاده غونډه کې د سولې پروسې ملاتړ کړی دی او د جګړې له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د واک پر سر روانې ناروا جګړې پای ته رسولو لپاره دې د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. دیني عالمانو ټینګار کړی دی چې دواړه لوري دي د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او افغانان دې له روان ناروین څخه وژغوري. د دیني عالمانو دا راټولېدنه وروسته تر هغه ده چې له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسي په دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي خو تر اوسه د رسمي خبرو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
































