د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ د افغان لوبډلې په پرله پسې بریاوو پایته ورسېده. په درېیمه لوبه کې افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۹۴ مڼدو هدف ورکړ، په ځواب کې یې بنګله دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې ۲۰۰ منډو په ستر توپیر بایلوده. په دې لوبلړۍ کې افغان لوبډلې درې واړه لوبې وګټلې او له سیالې بنګله دېشۍ لوبډلې څخه یې د شل اوریزې لوبلړۍ د ګټلو غچ واخیست. تردې وړاندې بنګله دېش افغانستان ته د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې ورته ماتې ورکړې وه. د یادولو وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه له زیمبابوې لوبډلې سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې په شمول د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.
































